- 2025
- 24
- Dec
د کارموندنی خبرتیا! د رفاه روغتون د HDU او وارډ په څانګو کې د شپې او ورځې په شفتونو کې د نارینو او ښځینو له ډلې څخه ۹ تنه نرسانو ته د لاندې شرطونو له مخې اړتیا لري:
د بست عنوان : د HDU نرس
جنسیت: نارینه او ښځینه
شفت: شپه او ورځ
د منلو شرطونه:
- د نرسنګ له څانګې فارغ التحصیل وي.
- په HDU څانګه کې لږ تر لږه له ۲ کلونو زیات کاري تجربه ولري.
- د اړوندې څانګې رسمي دولتي اسناد ولري.
د بست عنوان: د وارډ نرس
جنسیت: نارینه او ښځینه
شفت: شپه او ورځ
د منلو شرطونه:
- د نرسنګ له څانګې فارغ التحصیل وي.
- په وارډ (Ward) څانګه کې لږ تر لږه له ۲ کلونو زیات کاري تجربه ولري.
- د اړوندې څانګې رسمي دولتي اسناد ولري.
علاقمند کسان کولای شي خپل CV یا خلص سوانح د رفاه میډیکل کمپلکس ته چې د اسونو څلور لارې (لب جر) د میدان هوایي سړک کې موقعیت لري، په حضوري ډول وسپاري او یا یې د لاندې ایمیل له لارې واستوي:
(hr@rifahhospital.com)
د بست د پای نېټه: ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵
پته: د اسونو څلور لارې، لب جر، د هوایي ډګر سرک، کابل-افغانستان
د اړیکو شمیرې: 0707810781 - 0765001002 - 0202402208
0 Comments