News Details

  • 2026
  • 12
  • Apr

شفاخانه رفاه د یو (۱) تنه لابراتوار ټکنالوژست (نارینه/ښځینه) ته اړتیا لري

شفاخانه رفاه د یو (۱) تنه لابراتوار ټکنالوژست (نارینه/ښځینه) ته چې په اړوند برخه کې کافي کاري تجربه ولري، د لاندې شرایطو پر بنسټ اړتیا لري: د بست عنوان: لابراتوار ټکنالوژست د جذب ظرفیت: ۱ تنه د منلو شرایط: د طبي ټکنالوژۍ (لابراتوار) له څانګې څخه د لېسانس سند ولري. لږ تر لږه له ۳ کلونو څخه زیاته کاري تجربه په اړوند برخه کې ولري. د لابراتوار وسایلو څخه د مسلکي استفادې وړتیا ولري. د نیمه اتومات او اتومات ماشینونو له سیسټمونو سره بلدتیا ولري. د ټیمي کار کولو وړتیا او له همکارانو سره مؤثره اړیکه ولري. د غوښتنلیک طریقه: لیواله کسان کولای شي خپل CV یا خلص سوانح د رفاه میډیکل کمپلکس ته چې د چهارراهی اسپ‌ها (لب جر)، د میدان هوایي پر سرک، کابل کې موقعیت لري، وسپاري او یا یې د لاندې ایمیل له لارې واستوي: hr@rifahhospital.com د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: ۱۸ اپرېل ۲۰۲۶ پته: چهارراهی اسپ‌ها (لب جر)، د میدان هوایي سرک، کابل – افغانستان د اړیکې شمېرې: 0707810781 – 0765001002 – 0202402208

0 Comments

add your comment