- 2026
- 12
- Apr
شفاخانه رفاه د یو (۱) تنه لابراتوار ټکنالوژست (نارینه/ښځینه) ته اړتیا لري
شفاخانه رفاه د یو (۱) تنه لابراتوار ټکنالوژست (نارینه/ښځینه) ته چې په اړوند برخه کې کافي کاري تجربه ولري، د لاندې شرایطو پر بنسټ اړتیا لري:
د بست عنوان: لابراتوار ټکنالوژست
د جذب ظرفیت: ۱ تنه
د منلو شرایط:
د طبي ټکنالوژۍ (لابراتوار) له څانګې څخه د لېسانس سند ولري.
لږ تر لږه له ۳ کلونو څخه زیاته کاري تجربه په اړوند برخه کې ولري.
د لابراتوار وسایلو څخه د مسلکي استفادې وړتیا ولري.
د نیمه اتومات او اتومات ماشینونو له سیسټمونو سره بلدتیا ولري.
د ټیمي کار کولو وړتیا او له همکارانو سره مؤثره اړیکه ولري.
د غوښتنلیک طریقه:
لیواله کسان کولای شي خپل CV یا خلص سوانح د رفاه میډیکل کمپلکس ته چې د چهارراهی اسپها (لب جر)، د میدان هوایي پر سرک، کابل کې موقعیت لري، وسپاري او یا یې د لاندې ایمیل له لارې واستوي:
hr@rifahhospital.com
د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: ۱۸ اپرېل ۲۰۲۶
پته: چهارراهی اسپها (لب جر)، د میدان هوایي سرک، کابل – افغانستان
د اړیکې شمېرې: 0707810781 – 0765001002 – 0202402208
0 Comments