- 2026
- 30
- Mar
د رفاه روغتون د عصبي جراحۍ د تعلیمي پروګرامونو د دوام په موخه د لاندې شرطونو له مخې د یو کلنې تر دوه کلنې دورې لپاره د عصبي جراحۍ په برخه کې د دوو تنه فیلو (Fellow) ډاکټران قبلوی.
د رفاه روغتون د عصبي جراحۍ د تعلیمي پروګرامونو د دوام په موخه د لاندې شرطونو له مخې د یو کلنې تر دوه کلنې دورې لپاره د عصبي جراحۍ په برخه کې د دوو تنه فیلو (Fellow) ډاکټران قبلوی.
د منلو شرطونه:
۱- د عصبي جراحۍ په برخه کې یې تخصصي پروګرام بشپړ کړی وي.
۲- د متقاضیانو عمر له ۳۵ کلونو څخه کم وي.
۳- له تحقیق او څېړنې سره علاقه ولري.
۴- د بشپړ وخت کار او زدهکړې وړتیا ولري.
امتیازات:
- میاشتنی معاش د روغتون د پالیسۍ او اداري مقرراتو مطابق ورکول کېږي.
- د علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې د فعال ګډون زمینه برابریږي.
- د استوګنې ځای او د خوړو اسانتیاوې د روغتون له لوري په مناسبه توګه تنظیمېږي.
- د لرې پرتو ولایتونو وړ ډاکټرانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
داوطلبان کولای شي خپل CV یا خلص سوانح د لاندې ایمیل له لارې واستوي: (Momand.Shujat@Rifahhospital.com
د بست د پای نېټه: ۵ اپرېل ۲۰۲۶
0 Comments